Branches Publications Speeches Links Contacts
Navigation Menu
 Speeches

 

 

 

محترمو وزيرانو، مرستيالانو، د دولت کارکوونکو، د ائتلافي او PRT ځواکونو استازو، ښاغليو او ښاغلو، د افغانستان بانک د عصري سازې په لاره کې د يوې سترې برياوې د ترلاسه کولو په وياړ دغې غونډې ته ستاسو د راتګ هرکلی کوم.

يو کال مخکې د ائتلافي ځواکونو استازي بانک ته راغلل او غوښتل ېي چې څرنګه د افغانستان بانک سره مرسته او همکاري وکړي. د افغانستان بانک د اساسې عصري کولو په اړه چې د افغان ولس او دولت لپاره د تادياتو او د عوايد د راټولو په هکله دي له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان وؤ. دغو استازو وويل، چې مونږ ته وظيفه راکړل شوې ده لکه څرنګه چې مونږ ته راکړل شوې، چې بايد د افغانستان د ظرفيتونو د لوړولو او پرمختګ په هکله نور هم مرستو ته دوام ورکړو.

په دغه تيرو مياشتو کې دوی يوه طرح جوړه  او ژر تر ژره ئي د بيا رغولو چارې پيل کړې چې لاسته راوړنه ئي نن زمونږ او ستاسې دلته راتګ دی.

يوولسمه او دولسمه شهري څانګه دويم او دريم موقعيتونه دي چې د دوی د همکاريو او مرستو په ذريعه رغيدلي دي.

دا مهمه لاسته راوړنه د دولت د هغه اهدافو حمايت کوي د کوم په واسطه چې دولت غواړي خپلو مامورينو ته نيغ په نيغه معاش ورکړي.

افغان ولس به د دغې سهوليتونو په استفادې سره د يوې اوږد مهالې مودې لپاره خپل معاشونه او ګټې ترلاسه کړي.

او د دوی له دغې مرستې څخه ډيره مننه کوو.

·      ډګروال ستيونز او تروبريج

·      د رومانئي د پوځ غړي کپتان ستنسيو او فلوري

·      د سهل د ساختماني شرکت متخصصين او

·      د بيرنګ پاينټ مشاورين په خاصه توګه ابجدد او ستال

او مونږ په راتلونکي کې د ائتلافي ځواکونو د لا همکاري او د دغه شان غونډو د جوړولو په هيله سترګې په لار يو.

 

Home | Branches | Speeches | Contacts | Departments | Web Master
-------------------------------------------------------------------------------------

Copyrights ©2005 Da Afghanistan Bank All Rights Reserved.

Home Page Site Map Site Search Contact Us